نړۍ ته  غوږ ونیسئ  او ویې ګورئ

شخصي معلومات د خونديتوب پاليسي

د خپلو فعاليتونو د برخې او په فرانسه او اروپا کې د تطبيق وړ مقرراتو له مخې، په خصوصې توګه د EU د عمومي معلوماتو د حفاظت مقرراتو، France Médias Monde د خپلو استعمالوونکو، مشتريانو، ونډه والو او رسوونکو د شخصي معلوماتو ځانګړتيا او حفاظت او د هغې محرميت ته ژمن دي۔

د شخصي معلوماتو د حفاظت پاليسي په معلوماتو راټولولو او پروسه کولو تطبيقيږي کوم چې د France Médias Monde په ويب پاڼو ("ويب پاڼې")، د سمارټ فونز لپاره په آنلاين اپليکيشنز، ټيبليټس او نورو موبايل الاتو ("ايپس")، او له دې سره سم زموږ د خدمتونو او آنلاين موادو د استعمالولو سره ترسره کيږي۔

زموږ ويب پاڼې او ايپس د کوچنيانو لپاره نه دي تر څو د هغوي قانوني استازيو صلاحيت نه وي ورکړی۔

د شخصي معلوماتو د حفاظت په پاليسۍ کې بدلون راتلی شي۔ دا مشخص شوي چې France Médias Monde هر وخت د شخصي معلوماتو د حفاظت په پاليسۍ کې، په شمول د دغه وسني قانون سره سمولو کې ترميم کولای شي۔ استعمالوونکي د آنلاين خپرونو له لارې د دې بدلونونو څخه خبرول کيږي۔ موږ سپارښت کوو چې تاسو په منظم ډول وسنۍ موجود بڼه ګورئ۔

د شخصي معلوماتو د حفاظت پاليسي د ډيټا پروسس کولو طريقه او اصول برابروي۔

د معلوماتو او محرميت د حفاظت مقررات

1. د مشتريانو، احتمالي مشتريانو او استعمالوونکو د شخصي معلوماتو مناسب راټولول

معلومات په ښکلي او روڼ ډول راټوليږې۔ France Médias Monde اړوندکسانو ته له اوله د خبر ورکولو پرته، په شمول د دې چې د هغوي معلومات به د څه لپاره کارول کيږي، د معلوماتو راټولولو څخه منع شوي۔

France Médias Monde دا معلومات راټولي چې:

  • هغه خدمتونه وړاندې کړي چې د دې استعمالوونکو او مشتريانو يې غوښتنه کړې وي،
  • د استعمالوونکو، مشتريانو او احتمالي مشتريانو انتظامي اړتياوي پوره کړي۔

France Médias Monde استعمالوونکي خبروي له: د کوکيز او نور معلوموونکو په خپلو ويب پاڼو ايښودلو څخه؛ د دې د اهدافو، قانوني آساس؛ او پر دې د ګوته پورته کولود انتخاب۔

د لا نورو معلوماتو لپاره: دلته کيکاږئ کوکيز

2. د مشتريانو، احتمالي مشتريانو او استعمالوونکو د شخصي معلوماتو مناسب استعمال

France Médias Monde د فطري کسانو معلومات کره کونې، سبسکرابډ خدمتونو وړاندې کولو او وړانديز کولو چې د مشتريانو، احتمالي مشتريانو او کتونکو د اړتياويو لپاره برابر شوي وي استعمالوي۔ تر دې مهاله، France Médias Monde احتمالأ د دې معلوماتو پر بنسټ احصاياوي څېړنې ترسره کوي۔

France Médias Monde د شخصي معلوماتو د حفاظت او محرميت ساتنې په اړه د قانوني چوکاټ سره توافق لري۔ France Médias Monde شخصي معلومات يوازې خپلو صلاحيت لرونکو خدمت وړاندې کوونکو ته انتقالوي او يقيني کوي چې هغوي د دې معلوماتو د محرميت، استعمال او خونديتوب سخت مقررات پوره کوي۔

France Médias Monde خپل کاروباري ونډه والو ته د خپلو مشتريانو، احتمالي مشتريانو او کتونکو ته د خبر ورکولو او د خپلو قانوني حقونو استعمالولو وړانديز کولو پرته د معلوماتو انتقالولو څخه منع کړل شوي دي۔

3. د مشتريانو، احتمالي مشتريانو او استعمالوونکو د شخصي معلوماتو خونديتوب يقيني کولو اړين اقدامات

France Médias Monde دوي ته د سپارل شوي معلوماتو حفاظت، د نخشه کولو د ډګر څخه نيولی تر سايټس او ايپس د خدمتونو د ټول دوران پورې يقيني کوي۔

  • دا امنيتي اقدامات په کار اچوي چې د معلوماتو د حساسيت تر حده مناسب وي چې د ناوړه مداخلې، ضايع کېدو، يا دريم ګڼو بې صلاحيته ډلو ته د افشا کېدو څخه د شخصي معلوماتو حفاظت وکړي۔
  • د معلوماتو نظام، سرورې، او شبکې کومې چې دا د شخصي معلوماتو د پروسس کولو او زيرمه کولو لپاره استعمالوي امنيتي او د خونديتوب نظام لري (د معلوماتو انکرپشن، firewall، ريډنډينسي، ملاتړ، او دې ته ورته)۔
  • دا د معلوماتو په وړو راوړو يا تاديه کولو کې د معلوماتو د بدلون د خونديتوب تضمين کوي۔
  • دا د معلوماتو نظام ته د لاسرسي اجازه يوازې هغه کسانو ته ورکوي څوک چې د خپلو دندو سر ته رسولو کې دې ته اړتيا لري۔
  • دا خپلو مستخديمينو ته د شخصي معلوماتو د حفاظت پوهاوی ورکوي کوم چې د دندې د برخې په توګه هغوي لپاره شتون لري او يقيني کوي چې هغوي د اصولو او شرکت د اخلاقي اصولو سره توافق کوي۔
  • دا د خپلو رسوونکو څخه غواړي چې د خونديتوب اصولو ته غاړه کيږدي۔

په France Médias Monde کې د معلوماتو خونديتوب

1. کوم معلومات او ولې راټوليږې؟

زموږ د ويب پاڼو براوز کولو يا زموږ د ايپ او خدمتونه کارولو سره، France Médias Monde، د دې خدمت وړاندې کوونکي يا کاروباري ونډه وال بايد له اوله د توافق په اخيستلو سره ستاسې معلومات راټول کړي۔

ځينې معلومات تاسې په مستقيم ډول موږ ته راکوئ، لکه ستاسې لومړی او آخيرنی نوم، د بريښناليک ادرس، پاسورډ، د تليفون شمېره، شکايتونه يا نظرونه کوم چې تاسې بايد زموږ سره شريک کړئ۔

دا معلومات وړاندې کيږي کله چې:

  • تاسو د The France 24 Observers (EN, FR, AR, FA, ES) او/يا Le français facile avec RFI، اکاونټ جوړ کړئ،
  • تاسو په يوه لوبه يا مبارزه کې ګډون کوئ،
  • تاسو زموږ سره اړيکې وکړئ او فورمه ډکه کړئ،
  • تاسو يوه تبصره وليکئ،
  • تاسو زموږ د خپرونو ليکونو ته سبسکرايب شئ،
  • تاسو زموږ د موبايل ايپ ډاونلوډ او استعمال کړئ۔

ځيني معلومات، ستاسو د له اوله توافق په شرط، بايد په ويب پاڼو او ايپس ستاسو د اقدام په پايله کې د کوکيز او دې ته ورته تيکناليژۍ له لارې لکه IPادرسې، وصلونې او براوزنګ ډيټا، ستاسو غوراوي او د وزګار وخت کارونه، او عمومي جغرافيايي موقعيت په اټوماټ ډول راټول کړل شي۔

دا معلومات وړاندې کيږي کله چې تاسو زموږ ويب پاڼې يا ايپس براوز کوئ۔

2. ستاسو په هکله د راټول شوي معلوماتو هدف څه دی؟

موږ راټول کړي معلومات استعمالوو چې:

  • مواد او خدمتونه وړاندې کړو کوم چې:
    • تاسو پيژني کله چې تاسو زموږ ويب پاڼو براوز کولو يا ايپس استعمالولو ته ستانه شئ؛
    • ستاسو د کارن اکاونټ انتظاموي او تاسو د خپل اکاونټ او استعمالوونکو خدمتونو د تازه وضعيت څخه خبروي؛
    • ستاسو له خوا زموږ په ويب پاڼو، ايپس، او فورمو څرګند شوي غوښتنو ته ځواب ورکوي؛
    • تاسو ته ستاسې د جغرافيايي موقعيت (هيواد) سره سم خدمتونه او ځانګړي مواد وړاندې کوي؛
    • تاسې ته زموږ د ويب پاڼو او ايپس په موادو د تبصره کولو اجازه درکوي؛
    • د موادو او خدمتونو څرګندول دوديز کوي؛
    • تاسې ته خپروڼي ليکونه او خبرتياوي، او خبرونو درليږي؛
  • زموږ او زموږ د ونډه والو د موادو او خدمتونو تشهير کوي، کوم چې:
    • ستاسو د علاقې سره سم مواد وړاندې کوي او په نښه سم اشتهارات کوي؛
    • ارتباط ليږي او د دې د اغېزمنتوب تجزيه کوي؛
  • زموږ په موادو او خدمتونو تجزيې او څېړنې کوي تر څو:
    • زموږ د ويب پاڼو او ايپس استعمالوونکي ښه وپيژني؛
    • د معلوماتو تجزيه او احصاياوي څېړنه وکړي چې زموږ ويب پاڼو او ايپس ته پرمختګ ورکړي؛
  • تر څو ستاسو د معلوماتو حفاظت يقيني کړي۔

    3. د راټول شوي معلوماتو ترلاسه کوونکی څوک دی؟

    په سايټس او ايپس راټول شوي معلومات د France Médias Monde لپاره دي۔

    دې ته د France Médias Monde خدمت وړاندې کوونکي د پروسس کولو په قرينه کې، د معلوماتو تجزيه او کمپيوتر خدمتونو کې لاسرسی لرلی شي يا يې انتقالولی شي۔

    France Médias Monde له خپلو خدمت وړاندې کوونکو څخه غوښتنه کوي چې ستاسو شخصي معلومات هغوي ته د سپارل شوي خدمتونو د انتظام لپاره، د هغه مقرراتو سره سم چې د شخصي معلوماتو د حفاظت او د دغه معلوماتو په محرميت تطبيقيږي، استعمال کړي۔

    France Médias Monde تاسې ته خبر درکوي چې دوي د کاروباري ونډه والو سره قرارداد کړی کوم چې ستاسې معلومات راټولوي۔ France Médias Monde د دې معلوماتو په اړه کوم ښکاره والی نه لري۔ موږ تاسې ته بلنه درکوو چې د کوکيز په پاليسۍ کې زموږ د مرکزي ونډه والو نوملړ وګورئ: کوکيز.

    4. ستاسې شخصي معلومات چيرته زيرمه کيږي؟

    ستاسې شخصي معلومات په اروپايي اتحاديه کې دننه زيرمه کيږي، زموږ او يا زموږ د خدمت وړاندې کوونکو په ډيټابيس کې۔

    په ځينې پېښو کې، او عمومأ د تخنيکي لاملونو لپاره، معلومات بايد د اروپايي اتحاديي څخه بهر په سرورو زيرمه شي۔

    5. د EU څخه بهر د معلوماتو انتقال

    د France Médias Monde د نړيوال حجم له امله، زموږ ځينې ونډه وال له اروپايي اتحاديې څخه بهر موقعيت لري۔ له دغه لامله راټول شوي معلومات بايد د اروپايي اتحاديې څخه بهر هيوادونو ته انتقال کړل شي کوم چې د معلوماتو د حفاظت يو ځانګړی قانون لري له هغې څخه کوم چې په اروپايي اتحاديه کې دی۔

    په دې پېښه کې، France Médias Monde لارې استعمالوي چې د دغه معلوماتو حفاظت او محرميت يقيني کړل شي او دا هم يقيني کوي چې انتقال د قانوني چوکاټ دننه وي: يو هيواد ته انتقال کې د حفاظت مناسب کچه يقيني کول، د قراردادي مادو لاسليکول چې اروپايي کميسيون وړاندې کړي دي، يا کوم بديل ډول قراردادي يا تنظيمونکې وسيله چې د حفاظت مناسب درجه يقيني کړل شي۔

    France Médias Monde په سختۍ سره د خپلو ونډه والو څخه غوښټنه کوي چې ستاسې شخصي معلومات يوازې د غوښتل شوي خدمتونو د انتظام يا وړاندې کولو لپاره استعمال کړي، او دا هم چې تل د شخصي معلوماتو د حفاظت د تطبيق وړ قانون سره سم اقدام وکړي او د دې معلوماتو محرميت ته خاص پام وکړي۔

    د اروپايي اتحاديې څخه بهر انتقال هم کيدای شي، خصوصأ، زموږ د راتلونکو فعاليتونو لکه د France Médias Monde د نظام د کمپيوتر خدمتونه۔

    6. څنګه او تر څومره مودې ستاسې معلومات زيرمه کيږي؟

    France Médias Monde ټول انتطامي، تخنيکي او فزيکي اقدامات په کار اچوي چې ستاسې د شخصي معلوماتو حفاظت وکړي۔

    شخصي معلومات د پروسس کولو د اهدافو د مودې پورې زيرمه کيږي د کومې لپاره چې دا راټول شوي وي په استثنا د هغه اوږدې مودې ساتلو چې قانون، مقررات يا د ټرايل د اهدافو لپاره وي۔

    بېلګې:

    هدف (اهداف) معلومات د زيرمه کولو موده
    کاروباري اړيکې لومړی او آخيرنی نوم، شرکت، د برېښناليک ادرس، پېغام د ورستۍ تبادلی څخه 12 مياشتې
    چې د يوې ستونزې راپور ورکړي، د ويب پاڼې په اړه يوه تبصره يا وړانديز وکړي۔ لومړی او آخېرنی نوم، د برېښناليک ادرس، د استعمال کړې براوزر نوم او بڼه، پېغام د ورستۍ تبادلی څخه 12 مياشتې
    چې د France Médias Monde د يو ژورنالست يا وړاندې کوونکي سره اړيکې ونيسئ لومړی او آخيرنی نوم، د برېښناليک ادرس، پېغام د ورستۍ تبادلی څخه 12 مياشتې

    7. تاسې کوم حقونه لرئ؟

    France Médias Monde د خپلو مشتريانو، احتمالي مشتريانو، او کتونکو د لاسرسي، سمولو، اضافي معلوماتو او اعتراض په اړه د ټولو حقونو درناوي کولو ته ژمن دي۔ د 25 ميي 2018 څخه، اړوند کسان څه محدويتونه، متحرکيت او د ړنګولو حقونه (د هيرولو حق) هم لري۔

    France Médias Monde يو د معلوماتو د حفاظت افسر هم ګمارلی چې د شخصي معلوماتو د حفاظت مرکزي مسؤل دی، په فرانس ميډيا منډي کې دننه او همدارنګه په يو اړخ د فرانسيه د معلوماتو د خونديتوب چارواکو (CNIL) او، په بل اړخ د اړوند کس سره هم۔

    خلک يو خواست د پېژندنې د ثبوت سره ليږلو له لارې د خپل حقونو څخه استفاده کولای شي۔

    • پوسټ له لارې په لانديني ادرس:
      France Médias Monde – Legal Department – Data Protection Officer – 80 rue Camille Desmoulins – 92130 Issy les Moulineaux – France (فرانسه)
    • يا د برېښناليک له لارې: dpd@francemm.com

    که چېرې ستاسو غوښتنه هغه معلوماتو ته د لاسرسي د حق، اصلاح يا اعتراض په اړه وي چې د France Médias Monde د ونډه وال له خوا راټول شوي وي، موږ تاسې ته بلنه درکوو چې د دغه ونډه وال سره د هغوي په صلاحيت کې د قابو کوونکي په توګه اړيکې ونيسئ۔

    د شخصې معلوماتو د خونديتوب د معلوماتو لپاره، تاسې د فرانسيه د معلوماتو د خونديتوب چارواکو ويب پاڼه هم کتلی شئ CNIL.